ایکنا د آناتولي له قوله راپور راکړ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د پاکستان توکمه شمالی امریکا د ډاکټرانو دټولنې په شپږڅلویښتمې کلنۍ غونډې کې پخپلې ویډیوئي وینا کې د مسلمانانو د دمقدساتو د سپکاویو د تکراریدا دمخنیوي لپاره د اسلامی هیوادونو د وحدت پر ضرورت ټينګار وکړ.د ترکیې ولسمشر ټينګار وکړ،د قربانۍ د نیکمرغه او لوي اختر د چټیانو په لومړۍ ورځې په سویډ هیوادکې د مونږ په مقدس او آسماني کتاب قرآن کریم شیطاني تیری،د اسلام ضده وحشتناک اړخونه رابرسیره کوي.
هغه د اسلامی مقدساتو ددغه شان سپکاویو دنه تکراریدا لپاره ددرستو مسلمانانو پر لوي مسئولیّت ټينګار وکړ او وې وئيل، که مونږ مسلمانان سره یوزړه شو او یوه چغه پورته کړونو په دنیا کې هیڅوک به دمسلمانانو په مقدساتو د حملې جراءت ونه کړي.
د ترکیې ولسمشر همداراز پاکستان د انقرې یو دوست او ورور هیواد وبالۀ او وې وئيل، ددواړو هیوادونو ترمینځ ډيرې ښې او ورورګلویزې اړیکې دمخکې په څير لاپیاوړي او پراخې کیدلی شي.